انصار: ( د کب ۱۳مه)، په تورخم کې تيره شپه د طالبانو سرحدي ځواکونه له پاکستاني لوري سره په جګړه اوښتي دي.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د جګړې پیښېدل تایید کړل، خو د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.
د پاکستان د ملیشې ځواک یوه چارواکي بیا د راډيو مشال ته ویلي چې جګړه کې د دوی خواته د ( ایف سي) ځواک درې سرتیري او یو عام کس ټپي شوی دی.
دغه چارواکي تور پورې کړی چې جګړه د طالبانو د پوله ساتو له خوا پيل شوې او تورخم کې یې د دوی (ایوب چیک پوسټ) په نښه کړی دی.
د لنډي کوتل روغتون ډاکټران وایی چې د ډزو تبادلې په وخت له تورخمه د یوه ځایی ډریور حیات شیر مړی وروړل شوی دی.
ځایي خلکو ویلي چې د ډزو له کبله پولې ته څيرمه پروت باچا مینې کلي نه خلکو د ویرې له کبله کډې بار کړي او لنډي کوتل ته تللي دي.
په تورخم پوله د پاکستان امنیتي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د دغې تازه نښتې د لامل په هکله لا پوره معلومات مخې ته نه دي راغلي خو د مارچ په ۲ نیټه پرون ماسپښین د دواړو خواوو چارواکو ترمنځ د تورخم دروازې د خلاصیدو په هکله شوي مذاکرات بې نتیجې ختم شوي وو او د تورخم دروازې د خلاصیدو په هکله پکې کومه پریکړه نه وه شوې، د تورخم دروازه د فبرورۍ ۲۱ نیټې راهیسې تړل شوې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35055